• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱

باخبرو سرچینو د شنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو یو پوځي کاروان چې له کابل څخه د بدخشان پر لور روان وو، د بغلان په دوشي سیمه کې تر برید لاندې راغلی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه‌دی منلی. خو تر دې مخکې په بدخشان کې د ازادۍ جبهې او طالبانو تر منځ په وقفه‌يي ډول جګړه روانه وه.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

۵

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

•
•
•

نور کیسې

فصیح‌الدین فطرت: بدخشان کې د نظام مخالفینو پاکستان کې وسلې ترلاسه کړې وې او بېرته وتښتېدل

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې، چې د دوی هغو مخالفینو چې په پاکستان کې یې وسلې او امکانات ترلاسه کړي وو، زېباک ولسوالۍ کې له سخت مقاومت سره مخ شول او بېرته «وتښتېدل».

فصیح‌الدین فطرت زیاته کړې، چې په دغې نښته کې ګڼ شمېر بریدګر وژل شوي او یو شمېر نور یې بېرته د پاکستان لوري ته تښتېدلي دي. د نوموړي په وینا، دغو مخالفینو په پاکستان کې تجهیزات او وسلې ترلاسه کړې وې، څو په زیباک ولسوالۍ کې پر طالبانو بریدونه تنظیم کړي.

هغه ادعا کړې: «دوی د پاکستان له خاورې راوښتي،‌ خو له سخت مقاومت سره مخ شول او بېرته وتښتېدل. موږ اوس د زېباک په صفري نقطه کې ولاړ یو او د دوی ډېر شمېر کسان ووژل شول».

فصیح‌الدین فطرت وویل: «زموږ مجاهدین په دغو ټولو حاکمو نقطو کې ځای پر ځای دي او هېڅ مشکل نه‌شته. دښمنان هسې تبلیغات کوي او ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو، هر څوک چې امنیت اخلال کړي، نو د دوی غوندې به ووژل شي».

د طالبانو لوی درستیز وویل، چې د دوی اداره د خپلې هغې ژمنې له مخې چې د افغانستان له خاورې به بل هېڅ هېواد ته زیان نه‌رسېږي، مناسبه نه ګڼي چې تښتېدلي مخالفین د پاکستان په خاوره کې دننه تعقیب کړي.

هغه همداراز څرګنده کړه، چې هر څوک د نورو په اشاره په هېواد کې د امنیت خرابولو هڅه وکړي، له ځپونکي ځواب سره به مخ شي.

افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو انځورونو کې ښکاري، چې فصیح‌الدین فطرت په زېباک ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې د ځواکونو پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې حضور درلود. په ورته وخت کې، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د زمري په درېیمه نېټه یې په زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو دوه نظامي بې‌پيلوټه الوتکې غورځولې دي.

په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیواله ورځ کې هم ننګرهار کې یو ماشوم په نهر کې ډوب شوی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
100%

په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره سم په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر اعلان کړی، چې د جلال اباد ښار اړوند د کانال د لوی نهر په اتمه ویاله کې یو کوچنی ماشوم د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوی دی.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، ځايي مسوولینو او عامو خلکو د ډوب شوي ماشوم د موندلو لپاره په سیمه کې پراخې هڅې پیل کړې دي.

د ننګرهار د ولایتي رسنیز دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ماشوم د موندلو او ژغورلو په موخه د ننګرهار کانال د لوی نهر اوبه په موقتي ډول تړل شوې دي.

ځايي سرچینو ویلي، چې د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته د سیمې اوسېدونکي او د طالبانو اړوند مسوولین سیمې ته ورسېدل، څو د اوبو په جریان کې د ډوب شوي ماشوم د موندلو لپاره پلټنې وکړي. تر اوسه د دغه ماشوم د موندل کېدو یا د هغه د برخلیک په اړه وروستي معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د ننګرهار کانال د هېواد یو له سترو کرنیزو شبکو څخه دی، چې ډېری وخت په کې ماشومان او ځوانان د لامبو لپاره ورځي، خو د ژغورنې د کافي وسایلو د نشتوالي، د اوبو د زیاتوالي او بې احتیاطۍ له امله داسې پېښې په کې رامنځته کېږي.

هم‌مهاله د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې په ټول افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴۸ کسان په اوبو کې د غرقېدو له امله مړه شوي، چې په هغو کې ۷۱ نارینه، ۶۶ ماشومان او ۱۱ ښځینه شاملې دي.

طالبان وایي په تېر یوه کال کې په اوبو کې د ډوبېدو له امله ‍‍۱۴۸ کسان مړه شوي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱
100%

د جولای ۲۵مه (د زمري ۳مه) په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده او په همدې تړاو د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې اعلان کړی، چې په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۴۸ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د یادې ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) ویلي، چې په مړه شویو کسانو کې ۷۱ نارینه، ۱۱ ښځې او ۶۶ ماشومان شامل دي. د هغه په وینا، د دغو پېښو په لړ کې تر اوسه پورې د څلورو نورو کسانو برخلیک نه‌دی څرګند او هغوی لادرکه دي.

نوموړی وایي: «په اوبو کې ډوبېدل د مخنیوي وړ چاره ده. افغانستان هم د سیندونو، طبیعي حوزونو او کانالونو له کبله د ډوبېدو پېښو شاهد دی او دا حالت د اوړي په موسم کې ډېرېږي».

هغه زیاتوي: «د هېواد په کچه موږ د لټون ټیمونه جوړ کړي چې پرمختللي وسایل او تجهیزات لري. د بېړنیو پېښو کې د اوبو پر مهال دغه ټیمونه مسلکي اقدامات کوي او خلک هم باید د سېلابونو تر څنګ سیندونو ته نږدې نه‌شي».

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وایي، چې دا مرګ‌ژوبله د ۱۴۰۴ لمریز کال څخه تر ۱۴۰۵ لمریز کال پورې په تېر یوه کال کې اوښتې ده. دغه اداره په اوبو کې د ډوبېدو د پېښو د مخنیوي لپاره پر کورنیو او خلکو غږ کوي، چې د اوبو سرچینو، سیندونو او بندونو ته نږدې د خپلو ماشومانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې هر کال د تودوخې په زیاتېدو سره په سیندونو، بندونو او کانالونو کې د لامبو وهلو پر مهال د خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د ډوبېدو پېښې زیاتېږي، چې ډېری وخت د لازمې پوهې د نه‌شتوالي او د ژغورنې د وسایلو د کمښت له امله د قربانیانو د مړینې لامل ګرځي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان «په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، هر ساعت په نړۍ کې شاوخوا ۳۰ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مري.

د یادونې وړ ده، چې هر کال په نړۍ کې له ۳۰۰ زرو ډېر کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مري، چې نږدې څلورمه برخه یې ماشومان دي.

طالبانو د لوګر ولایت د کډوالو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان له لاسلیک کېدو خبر ورکړ

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني د لوګر ولایت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ. دغه پلان په ۲۱۴۳ جریبه ځمکه کې ترتیب او ۳۳۸۵ استوګنیزې نمرې لري.

د طالبانو د ښار او کور جوړولو وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پلان، د وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د ښاري اصولو او نافذه مقرراتو په رڼا کې ترتیب شوی، چې موخه یې راستنېدونکو هېوادوالو ته د منظم، معیاري او دوامدار استوګنځای برابرول دي، چې یاد پلان په ۲۱۴۳ جریبه ځمکه کې ترتیب او ۳۳۸۵ استوګنیزې نمرې لري.

د یاد پلان له مخې به، د استوګنې ترڅنګ د سړکونو، شنو سیمو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، جوماتونو او نورو اړینو عامه خدمتونو لپاره هم مناسب ځایونه په پام کې ونیول شي، څو د اوسېدونکو اړتیاوې په معیاري ډول پوره شي.

په خبرپاڼه کې په دې اړده چې دغه استوګنیزې نمرې به څه وخت پر راستانه شویو کډاولو ووېشل شي، څه نه‌دي ویل شوي.

د طالبانو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، له تېرو پنځو کلونو راهیسې له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۸ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او یا هم ستانه کړای شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د بدخشان د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې د څړځایونو پر سر نښته شوې

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۴ GMT+۱
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د بدخشان د جرم ولسوالۍ د خستک درې د کیپ او پلر کلیو د اوسېدونکو ترمنځ د څړځایونو پر سر وسله واله نښته د طالبانو د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د اړوندو ځواکونو له لاسوهنې وروسته پراخه شوې ده. سرچینې وايي، دلته د فطرت ۵۰۰ پسونه ساتل کیږي.

د سرچینو په وینا، دغه نښته د شنبې په ورځ هم روانه وه.

ځايي سرچینې وايي، د دغو سیمو د اوسېدونکو ترمنځ له کلونو راهیسې د خستک درې د څړځایونو د کارونې پر سر اختلاف دی، خو په تېرو دوو اونیو کې د طالبانو د لوړپوړو پوځي چارواکو له لاسوهنې او د دواړو لوریو له وسله‌وال کېدو وروسته دغه کړکېچ په پراخو نښتو بدل شوی دی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو چارواکو د نښتې د دواړو لوریو د ملاتړ لپاره هغوی ته وسلې ورکړې دي چې له امله یې تاوتریخوالی لا زیات شوی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت شاوخوا ۵۰۰ پسونه د دغې سیمې په څړځایونو کې ساتل کېږي. سرچینې وايي، فطرت د خپلو څارويو د ساتنې لپاره شاوخوا ۵۰ وسله‌وال کسان په خستک درې کې ځای پر ځای کړي دي.

سرچینې همداراز تاییدوي چې د فصیح‌الدین فطرت اړوند کسان په روانو نښتو کې په مستقیم ډول برخه لري. د سرچینو په وینا، د دغو نښتو له امله د سیمې د اوسېدونکو څارويو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د څړځایونو د کنټرول پر سر د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ کړکېچ رامنځته شوی و چې په پایله کې یې د طالبانو یو شمېر کسان ټپیان شوي وو.

دا نښتې داسې مهال دي چې په بدخشان کې د طالبانو او د هغوی د وسله‌والو مخالفانو ترمنځ هم د نښتو خبرونه ورکړل شوي دي.