• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د افغانستان لومړۍ ټرانزیټي اورګاډی، چې ترکیې ته روان و، درولی دی

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لومړۍ ترانزیټي اورګاډی، چې د ترکیې په لور روان و، په ایران کې درول شوی دی. ایلنا خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دغه اورګاډي کې ۱۱۰ مټریک ټنه معدني ډبره بار وه، چې د ایران د روزنک اورګاډي تمځایه کې ودرول شوی؛ خو د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ایران خبري اژانس (ایلنا) د یکشنبې په ورځ د (غويي ۲مه) په خپل نشر شوي راپور کې ليکلي، چې د ایران له لوري د افغانستان ترانزيټي اورګاډی د بندېدو لامل تر اوسه معلوم ندی.

د ايلنا په راپور کې راغلي، چې « د ایران د اروګاډي د شرکت اجرايوي مشر میاد صالحي ادعا کوي، چې د ريل ټرانزيټ زياتوالی د لومړيتوبونو په سر کې دي؛ خو ويل کيږي، چې د نامعلومو دلایلو له امله د خواف – هرات د اورګاډي لومړۍ ترانزيټي اورګاډی او لومړۍ رسمي پټلۍ د روزنک په تمځای کې درول شوی او ایران دغه اورګاډي ته د خپل تګ راتګ د دوام لپاره لوکوموټيو اورکاډي ته نه دي ورکړی.»

ايلنا د یوې باخبرې سرچینې په حواله لیکلي دي، چې د دې اورګاډي د تېرېدو د نه پرېښودلو لامل "مالي مسایل" دي.

د طالبانو د ریل پټلۍ ادارې دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د لومړي ځل لپاره د رېل پټلۍ له لارې د ترکیې مرسینګ ښار ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه معدني ډبره صادره شوه.

دغه اداره زياتوي، چې په دې ډبرو کې د تالک یا شوکاڼي ډبره شامله ده.

طالبان وايي، افغانستان دا مهال له ایران او ترکمنستان سره د اورګاډي له لارې نښلول شوی او هره ورځ له دې لارې سلګونه ټنه سوداګریز توکي صادریږي او واردېږي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: نړۍواله ټولنه دې چاپېریالي او اقلیمي مسله نه سیاسي کوي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د ځمکې نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چي، نړۍواله ټولنه دې چاپېریالي او د اقلیمي بدلون مسایل نه سیاسي کوي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه ادارې د یک شنبې په ورځ د (غويي ۲مه) د ځمکې نړۍوالۍ ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله سخت اغېزمن شوی او په دې برخه کې یې باید نړۍوال مالي ملاتړ وکړي.

د اپرېل ۲۲مه د ځمکې نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، دوامداره وچکالي، د شین کوریزو ګازونو زیاتېدل، د ځنګلونو وهل او له منځه وړل او نورې ډېرې چاپېریالي ستونزې او ننګونې ځمکې ته سخت زیان اړوي.

دوی له خلکو غوښتي، چې د ځمکې او چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل دیني او ملي مسوولیتونه ادا کړي.

د ترکیې پولیسو یو تن د یوه افغان کډوال د وژنې په تور نیولی دی

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د ترکیې پولیس وايي، د دغه هېواد په قیصري ښار کې یې د یوه ۲۸ کلن افغان ځوان د وژنې په تور یو کس نیولی دی. د راپورونو له مخې، دغه افغان کډوال له یوه ترکي وګړي سره تر لفظي شخړې وروسته په چړو وهل شوی دی.

د ترکي رسنیو د راپورنو پر بنسټ، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د (وري ۳۰مه) د قیصري ښار د ملک غازي ولسوالۍ په کېکوبات سیمه کې شوې وه.

د راپورونو له مخې، یوه ۳۹ کلن شکمن کس چې د ترکیې تبعه دی یو افغان ځوان تر لفظي شخړې وروسته وژلی او د پېښې له ځایه تښتېدلی و.

د ترکيې ډي اېچ اي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې پولیسو دوه ورځې وروسته دغه شکمن کس نیولی دی.

تر اوسه د دې وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو عیني شاهدانو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د سړک پر غاړه د یوه موټر له خرابېدو وروسته مشکوک کس پر یوه افغان ځوان په چاقو برید وکړ او هغه یې وواژه.

د راپورونو له مخې، د افغان ځوان د وژنې په تور نیول شوی کس د محکمې د پرېکړې له مخې زندان ته اچول شوی دی.

د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړل شول

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ په جبري توګه د پاکستان حکومت له‌خوا ستنې کړل شوې. دغه وزارت د یک شنبې په ورځ د (غويي ۲مه) پر خپلې اېک‍س پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۳۰ کورنۍ له پاکستانه په جبري ډول راستن‍ې کړل شوې.

دغه وزارت وايي، یادې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه دی د تورخم له لارې د پاکستان د حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

د طالبانو دغه وزارت ویلي، له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالې کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د پاکستان حکومت له دغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې دمګړۍ په پاکستان کې اته سوه زره اې سي سي او ۱.۳ مېلیونه پي او ار کارټونو لرونکي افغان کډوال اوسېږي.

روغتیا نړۍوال سازمان: د بېړنیو خدمتونو برخه کې تر ۵۰۰ ډېر ډاکټران او روغتیاپالان وروزل شول

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې تر ۵۰۰ ډېر ښځینه او نارینه ډاکټران او روغتیاپالان یې د بېړنیو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې روزلي دي. دغه سازمان وايي، د بېړنیو ناروغانو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندي کوونکو روزل شویو روغتیاپالانو له ډلې څخه له ۲۰۰ زیاتې یې ښځې دي.

دغه سازمان زیاته کړې، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د ډېرو ناورینونو او بېړنیو حالاتو ته په کتو یې اوس له ۵۰۰ ډېر داسې روغتیا پالان روزلي چې، د بېړنیو حالاتو پر مهال به بېړنو ناروغانو ته د ژوند ژغورلو لومړني خدمتونه وړاندې کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د تازه روزل شویو روغتیا پالانو له لوري د خدمتونو وړاندې کولو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دغو تازه روزل شویو روغتیا پالانو له ډلې څخه ۲۰۴ تنه یې ښځینه روغتیاپالانې دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان وايي، تازه روزل شوي روغتیا پالان به د افغانستان په مرکزي، ولایتي او د ولسوالیو په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د بېړني حالت ناروغانو لپاره د ژوند ژغورلو لومړني خدمتونه وړاندې کوي.

د افغاستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان ډاکټر محمد تاهون وايي:« د لومړنیو بېړنیو روغتیايي خدمتونو کورس په ۲۰۲۱ کال کې پیل شو. د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري روزل شوي روغتیاپالانو کې جراحان، داخله ډاکټران د نسايي ناروغیو متخصصان او قابله ګاني او نرسان شامل دي.»

نوموړی وايي، دغه تازه روزل شوي روغتیاپالان په بېړنیو حالاتو کې د ژوند ژغورنې لومړني خدمتونه وړاندې کوي.

د ډاکټر تاهون په خبره، دا تازه روزل شوي روغتیا پالان په بېړنیو حالاتو کې د ماشومانو د تنفسي ستونزو د کنټرول، د زېږون پر مهال د مور او ماشوم لپاره د خدمتونو وړاندې کول، د زړه ناروغانو، ټرافیکي او د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، هڅه کوي چې د بېړنیو حالاتو پر مهال د ژوند ژغورل لومړني خدمات وړاندې کوونکي روغتیاپالانو خدمتونه نور هم ډېر کړي.

متقي د اسیا پسفیک مشر ته: د افغانانو هر اړخیز لاسنیوي چارې نورې هم ګړندۍ کړئ

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسیا پسفیک مشر سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په اړمنو سېمو کې دې همکاري او د روغتیا په برخه کې دې خدمتونه ترسره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپلې اېکس پاڼې لیکي چې، د یک شنبې په ورځ د (غويي ۲مه) نېټه د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سره صلیب د نړۍوال فدراسیون د اسیا پسفیک د برخې مشر الکسانډر مټیو سره لیدلي.

نوموړي د الکسانډر له قوله لیکلي چې، په په تېر یوه کال کې يې د پنځه مېلیونه اړمنو وګړو لپاره د روغتیا، اوبو رسولو او طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې ۲۸ مېلیونه سویسي فرانکه لګولي دي.

ضیا احمد د دغه لیدنې په اړه لیکلي چې، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سره صلیب د نړۍوال فدراسیون د اسیا پسفیک له مشره غوښتي چې، د افغانانو هر اړخیز لاسنیوي چارې نورې هم ګړندۍ او د روغتیا په برخه کې دې نور خدمتونه هم وړاندې کړي.

متقي له الکسانډر څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان رېښتینی انځور د خپلو سترګو لیدلی وضعیت دې تر نړۍوالو ورسوي.