په ډېره اسماعیل خان کې د ناپېژاندو وسلهوالو په برید کې ۵ کسانو ته مرګژوبله واوښته

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ کې تېره شپه ناوخته د ناپېژاندو وسلهوالو په یوه برید کې پنځو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده. پولیس وایي، په دغه برید کې د پاکستان د ګمرکونو د يوه امر او د هغه د همکار په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور بیا ټپيان دي.