پاکستان به د دوشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي کوربه وي

ټاکل شوې، چې پاکستان به د دوشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي کوربه وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې رییسي د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.