له ۹ کلونو وروسته لسګونه ایرانیان د عمرې د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته لاړل

له ایران څخه ۸۵ کسان د عمرې د مراسمو د ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړل. دا له ۹ کلونو وروسته لومړی ځل دی، چې ایراني چارواکي اجازه ورکوي؛ څو د دې مذهبي مراسمو لپاره متقاضیان سعودي عربستان ته واستوي.