ایراني او پاکستاني چارواکو په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پر ګډو هڅو هوکړه وکړه

د ایران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره پر ګډو هڅو هوکړه وکړه. ابراهیم رییسي چې نن اسلام اباد ته رسېدلی دی، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره یې د نوموړي په دفتر کې وکتل.