د ایران بهرنیو چارو وزیر: اروپايي ټولنه دې د ایران په ځای پر اسرايیل بندیزونه ولګوي

د ایران بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د هغې هوکړې په غبرګون کې چې دغه هيوادونه دې پر ایران بندیزونه لا زیات کړي، ويلي چې بندیزونه دې د ایران په ځای پر اسراییل ولګول شي. هغه ويلي، پر اسراییل د ایران له لوري برید د ایران د دفاع لپاره شوی.