• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران ولسمشر پاکستان ته په سفر کې ۸ تړونونه لاسلیک کړل

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۵۹ GMT+۱

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پاکستان ته د خپل درې ورځيني سفر پرمهال په بېلابېلو برخو کې ۸ تړونونه لاسلیک کړل. د پاکستاني او ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه تړونونه د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي پلاوي په حضور کې د سوداګرۍ، اقتصاد، امنیت او کرنې په برخو کې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او ایران هوکړه کړې څو تر راتلونکو پنځو کلونو د سوداګرۍ کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.
دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې دوه اړخیزه سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او په سرحدي سیمو کې د سوداګرۍ فعالیتونو ته وده ورکړي.
له دې سره، د ایران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره هم پر ګډو هڅو هوکړه وکړه.
د ایران ولسمشر له پاکستان سره د سوداګریزو او ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په موخه ددې هېواد د لومړي وزیر په بلنه د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد.
له ښاغلي رییسي سره په دې سفر کې د نوموړي مېرمن، د بهرنيو چارو وزير، د کابينې یو شمېر غړي او يو لوی سوداګريز پلاوی هم ملتیا کوي.
نوموړي په دغه درې ورځيني سفر کې د سوداګرو او اقتصادي فعالانو په ګډون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او ددې هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره کتلي دي.
ټاکل شوې، چې رییسي به لاهور او کراچۍ ته هم ولاړ شي.

ډېر لیدل شوي

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې
۱

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۲

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

۵

روسیه له طالبانو سره د شوروي پخوانیو ټانکونو د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي