د برېتانیې پارلمان رونډا ته 'د ناقانونه کډوالو' د استولو لانجمنه تګلاره تصویب کړه

د برېتانیې پارلمان رونډا ته د 'نا قانونه' کډوالو تګلاره له ډېرو لانجو، ګونجو وروسته تصویب کړه. د دغې تکلارې له مخې، سلګونه هغه 'نا قانونه' کډوال چې په ناقانونه لارو برېټانیا ته ورغلي رونډا ته به واستول شي.