ایراني رسنۍ: له ۱۶ کلونو وروسته د ایران یو ولسمشر سرېلانکا ته ولاړ

له ۱۶ کلونو وروسته د ایران یو ولسمشر ابراهیم رییسي له یوه لوړپوړي پلاوي سره سرېلانکا ته ولاړ. ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې رییسي د پاکستان له درې ورځيني سفر وروسته د سرېلانکا د ولسمشر رانیل ویکرمسینګه په بلنه کولمبو ته تللی دی.