ترکیې د یوې میاشتې په موده کې په ادېرنه ښار کې له 'زرو ډېر ناقانونه کډوال' نیولي دي

ترکي رسنیو د ادېرنې د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله لیکلي، چې تېره میاشت یې په دغه ښار کې یو زرو ۹۶ «ناقانونه» کډوال نیولي دي. د چارواکو په وینا، ډېری دغه کډوال افغانان او پاکستانیان دي.