د خیبرپښتونخوا په کرمې ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د خیبرپښتونخوا د کرمې ولسوالۍ په مټاسنګر کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې دوه امنیتي سرتېري او يو ولسي وګړی وژل شوي دي. د سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال شوې چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې د پلټنې پر عملیاتو بوخت وو او ناڅاپه له یوه کوره پرې ډزې وشوې.