شهباز شریف: د اقتصادي اصلاحاتو ایجنډا په کلکه څارو

د پاکستان لومړی وزیر وايي، حکومت یې له اوسنیو اقتصادي چلنجونو د وتلو لپاره د اقتصادي اصلاحاتو ایجنډا په کلکه څاري. شهباز شریف نن د کابینې غونډه کې زیاته کړه، چې د پاکستان د اقتصاد په هکله د نړیوالو مالي ادارو او رسنیو د راپورونو مثبت ټکي هم د حکومت «د عالمانه پالیسیو ثبوت دی.»