د لکي مروت د سمنټو پر فابریکې د وسله‌والو برید کې د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي زیانونه هم اوښتي

تېره شپه ناوخته د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د لکي د سمنټو په فابریکه د وسله‌والو د برید له امله د فابریکې ساتونکی وژل شوی او د دغې کارخونې ګڼو موټرو ته اور اچول شوی دی.