چین ته د ناټو سرمنشي خبرداری: دا نه شي کېدای، چې هممهاله لویدیځ او روسیه دواړه درسره وي

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ وویل:« که چین غواړي له لویدیځ سره ښه راشه درشه ولري، په کار ده چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له ملاتړه لاس په سر شي.»