تاجکستان له خپلو وګړو وغوښتل څو روسیې ته له سفر کولو ډډه وکړي

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې له ډېر ضروري کار پرته دې روسیې ته له سفر کولو ډډه وکړي. روسیې په دې وروستیو کې یو شمېر نور تاجکستاني وګړي هم د مسکو د کروکوس کنسرټ په تالار کې د برید په تړاو نیولي دي.