د دوبۍ حاکم د څه باندې ۳۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ټرمینل جوړوي

د دوبۍ حاکم شیخ محمد بن راشد ال مکتوم اعلان وکړ، چې ددې ښار په سویل کې د ال مکتوم په نړۍوال هوایي ډګر کې د ۳۴،۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ د تر ټولو ستر هوایي ټرمینل د جوړولو طرحه تایید شوه. نوموړي ویلي، چې دغه ټرمینل د څه باندې ۲۶۰ میلیونو مسافرو ظرفیت لري.