چین په افغانستان کې د سېلابونو له زیانمنو سره د ۱۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه

په افغانستان کې د چین سفیر د ریاست الوزرا له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د دغه هېواد د سره صلیب جمعیت په افغانستان کې د سېلابونو له زیانمنو سره د ۱۰۰ زره ډالرو مرسته کړې ده.