• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد اداره: پر چینايي اتباعو د برید په تړاو مو څلور کسان نیولي دي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی، چې پر چینايي کارکوونکو د تېرې میاشتې د برید په تړاو یې څلور کسان نیولي، چې یو یې د تحریک طالبان پاکستان غړی دی.

تحریک طالبان پاکستان په دغه برید کې لاس لرل رد کړي وو.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (د غويي ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د عدیل شهباز، محمد رفیق قریشي، زاهد قریشي او نذیر حسین په نومونو څلور تنه یې د خیبر پښتونخوا له مانسهرې ولسوالۍ څخه د چینايي کارکوونکو د برید په تور نیولي دي.

د ترهګرۍ ضد دغه اداره وايي؛ د تحریک طالبان پاکستان غړي عدیل شهباز په دغه برید کې د لاس لرلو اعتراف کړی دی.

تېره میاشت د خیبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د یوه برید په ترڅ کې پنځه چینايي انجینران له خپل پاکستاني ډرېور سره ووژل شول.

دغه چینايي انجینران له اسلام اباد څخه د داسو د برېښنا سټیشن ته روان وو.

له دغه برید وروسته چین د دې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه او د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو ژمنه وکړه، چې د دغه برید عاملین به د عدالت منګولو ته وسپاري.

تر دې برید څو ورځې وروسته یو شمېر چینايي پلټونکي د دې قضیې د تعقیب لپاره اسلام اباد ته ولاړل.

د چینایي کارکونکو ساتنه د پاکستان لپاره ډېر اهمیت لري؛ ځکه چې چینایي انجینران او شرکتونه د پاکستان په مهمو زیربناو کې کار کوي.

د یوې لارې او یو کمربند د پروژو لپاره د لویو لارو د جوړولو څخه نیولې تر لویو برېښنا کوټونو پورې چینايي متخصصین په پاکستان کې په کار بوخت دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: نږدې څلورنیم زره افغان کډوال په جبر او خپله خوښه له ایران او پاکستانه راستانه شول

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایرانه نږدې څلور زره افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه هېواد ته راستانه کړل شوي چې ۴۸ تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي. دغه وزارت وايي، له پاکستانه هم سلګونه کډوال په زور راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د غوايي په اتمه او نهمه نېټه ۳۹۴۳ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت وايي، په راستانه شویو کډوالو کې کورنۍ او مجرد کسان شامل دي، چې له دې ډلې۶۶۷ تنه یې د مرستو وړ ګڼل شوي او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ته یې ورپيژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، له ایرانه په راستانه کړل شویو کسانو کې ۴۸ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو، چې د کورنیو موندلو په موخه یې په هرات ولایت کې د وارچایلډ موسسې ته سپارلي دي.

په ورته وخت کې طالبان وايي، ۴۵۱ تنه افغان کډوال د یک شنبې په ورځ د (غوايي نهمه) نېټه له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په جبري توګه دغه راستانه کړل شوي کډوال ۸۷ کورنۍ چې شمېر ۳۵۰ تنه دی د کندهار د سپین بولدک او ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۱ تنه دي د تورخم له لارې راستانه کړل شوي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري، خو څو ورخې وړاندې پاکستان د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوه نورو میاشتو لپاره وغځوله چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ (یو‌این‌‌ایچ‌سي‌ار) له لوري ورته د پي او ار کارټونه ورکړل شوي.

سرچینې: د خیبرپښتونخوا په ټانګ کې د یوه قاضي د راخلاصون په عملیاتو کې ۱۰ تنه وژل شوي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۳۱ GMT+۱

سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د یوه یرغمل شوي قاضي د راخلاصون په عملیاتو کې اته وسله وال او دوه تنه د امن کمیټې کسان وژل شوي. دغه عملیات تېره شپه پاکستاني پوځ او ځايي امن کمیټې د ټانګ په رزینده ناله سیمه کې کړي.

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې چې پاکستاني پوځ او د ځايي امن کمیټې کسانو په ټانګ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د یوه تښتول شوي قاضي د خلاصون لپاره د پلټنې عملیات کړي چې په پایله کې یې قاضي را خلاص کړل شوی او په جګړه کې اته وسله وال او دوه تنه د امن کمیټې کسان وژل شوي.

د پاکستان پوځ هم د عملیاتو د خبر تر څنګ وسله والو د ور اوښتي سر زیان خبره کړې او وايي پوځ ته زیان نه دی اوښتی.

په سیمه کې خپلواک خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې، دغه عملیات تېره شپه ۱۲ بجې د خیبرپښتونخوا ټانګ ولسوالۍ په رزینده ناله سیمه کې شوي او د یرغمل شوي قاضي د خلاصون لپاره د پوځ او وسله والو تر منځ سخته جګړه هم شوې.

د شاکرالله په نوم قاضي دوه ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په ټانګ کې د ټي ټي پي وسله والو له لوري تښتول شوی و او د هغه یوه ويډیو یې خپره کړه چې نوموړي د پاکستان له حکومته د هغه د خلاصون غوښتنه پکې کړې وه.

د پاکستان پوځ د قاضي د خلاصون په اړه رسمآ څه نه دي ويلي خو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې قاضي شاکرالله روغ رمټ خپل کور ته رسېدلی.

لا هم د پاکستان مرکزي حکومت او یا د خيبرپښتونخوا ایالتي حکومت د یاد قاضي د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د لومړي وزیر د مرستیال په توګه وګمارل شو

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې شهباز شریف د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د خپل مرستیال په توګه ټاکلی دی. اوس اسحاق ډار ته د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د لومړي وزیر مرستیالۍ دنده هم ور تر غاړې شوه.

په پاکستان کې د لومړي وزیر مرستیال یو اجرایوي پوست دی، چې د لومړي وزیر وروسته د هېواد د چارو اداره کولو واک لري.دا پوست له ۲۰۱۳ کال راهیسې خالي و.

اسحاق ډار د شهباز شریف په کابینه کې یو له مهمو وزیرانو څخه دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان نه بهر په یوه اقتصادي غونډه کې شهباز شریف د مالیې د وزیر محمد اورنګزېب پر ځای د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له ځانه سره وړی و.

د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستان او ایرانه نږدې ۲۰۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۲۲ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایرانه تر زرو ډیر افغان کډوال په جبرې توګه او خپله خوښه هېواد ته راستانه شول. دغه وزارت وايي، له پاکستانه هم نږدې زر تنه په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د غوايي میاشتې په اوومه نېټه د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۰۲۲ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت د اسلام کلا د سرحدي امریت د معلومات پر بنسټ لیکلي، چې، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي.

همدارنګه د کډوال وزارت وايي، د ایران له لوري په راستنو شویو کډوالو کې اووه تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې په هرات کې د کورنیو موندلو په موخه د وارچایلډ موسسې ته ور سپارل شوي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې،‌ تېره ورځ د پاکستان حکومت له لوري ۸۲۵ افغان کډوال په جبري توګه له یاد هېواده ایستل شوي.

د کډوالو وزارت وايي، دغه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په تازه راستانه شویو افغان کډوالو کې ۲۳ تنه هغه بندیان هم شامل و چې د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوو نورو میاشتو لپاره وغځوله، چې د کډوالو نړېوالې عالي کمیشنرۍ له لوري ورته کارتونه ورکړل شوي.

د جمعې په ورځ د پاکستان کابینې د پي‌او‌ار کارت لرونکو کډوالو د استوګنې د اعتبار موده د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې پورې وغځوله.

پاکستاني رسنۍ: پاکستان کې له ۳۵ کلو پورته ۱۰ میلیونه نجونې د واده په تمه ناستې دي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۴۹ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې خبر ورکړی چې دمګړۍ په پاکستان کې له ۳۵ کلو پورته نجونې د واده په تمه ناستې دي. دغه شمېرې په پاکستان کې د ودونو اړوند جدي ستونزې په ګوته کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان په اړه تېر کال د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، په دغه هېواد کې ۲۲ میلیونه نا واده کړي هلکان او نجونې د واده کولو په تمه دي.

د راپورونو له مخې، د نجونو د غوښتلو لپاره د مناسبو کورنیو نه شتون له امله د نجونو مور او پلار خپلې لوڼې د خپل کاکا یا ماما اولادونو ته ور ودوي، که هغه نه وي بیا یې نورو خپلوانو او یا په خپل قوم کې چاته ور واده کوي، او که هغه هم نه وي بیا یې په زړه نا زړه حالت کې له خپلې کورنۍ او قوم څخه د باندې کوم چاته ور په نکاح کوي.

بل خوا په پاکستان کې د واده کولو مشهور اپلیکېشن (دل کا رشته) تر ډیره د هغو کسانو ستونزه حل کړې ده چې د واده کولو لپاره مناسبې کورنۍ نه ورته پیدا کیږي. او ډیری پاکستاني نجونې او هلکان د دغه اپلیکېشن له لارې د خپل ژوند ملګری ځانته پیدا کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد اپلیکېشن له لارې سلګونه زره کسان یو بل ته ور پېژندل شوي او زرګونو کسانو د یاد اپلیکېشن له لارې په بریالیتوب واده کړی دی.