په شمالي کارولینا کې لږ تر لږه درې پولیس افسران وژل شوي

د امریکا پولیس چارواکي وایي، چې د دوشنبې په ورځ د شمالي کارولینا د شارلوټ ښار په یوه برید کې درې پولیس افسران وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. پولیسو ویلي، چې یو تورن کس هم په دغې نښته کې وژل شوی دی.