په خیبرپښتونخوا کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۷ کسان مړه شوي

په پېښور کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په خیبرپښتونخوا کې د ورښتونو له امله د ځاني او مالي زيانونو خبر ورکړی دی. د دغې ادارې د راپور له مخې، تر اوسه په دغه پېښو کې ۱۷ کسان مړه او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.