د برېټانيا د بهرنيو چارو وزير: پر ایران د فشار راوړلو لپاره مو ټول اړين ګامونه اخیستي دي

د برېټانیا بهرنیو چارو وزیر د مشرانو جرګې د دفاعي او نړېوالو اړیکو د کمېټې په غونډه کې وویل چې لندن پر ایران د فشار راوړلو لپاره ټول اړین ګامونه اخیستي. په ورته وخت کې، ډېویډ کامرون وویل چې سپاه پاسداران د «ترهګرو» ډلو په نوملړ کې شاملول «د مشورې وړ نه دي.»