په باجوړ کې د ګوزڼ ضد کمپاین د یوه ساتونکي له وژل کېدو وروسته دغه کمپاین وځنډول شو

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې نن د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسین کولو کمپاین له دې امله وځنډول شو، چې تېره ورځ د دغه کمپاین پر کسانو د شوي برید له امله یو پولیس ووژل شو.