د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او پاکستاني چارواکو د سیمې پر امنیت خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جان بس پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وکتل. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو خواوو په دې کتنه کې د سیمې د امنیت، سوداګرۍ او د پاکستان د اقتصادي ثبات په اړه خبرې وکړې.