د ترکیې پولیسو له داعش سره د اړیکو په تور ۴۱ تنه نیولي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي، له اسلامي دولت داعش ډلې سره یې د اړیکو په تور ۴۱ تنه نیولي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا نن چهارشنبه د (غويي ۱۲مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه کسان یې د ترکیې په ۱۲ ولایتونو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال نیولي دي.