بنیامین نتنیاهو: که د اوربند هوکړه وشي او که ونشي، پر رفح برید کوو

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سه شنبې په ورځ ژمنه وکړه، چې د اوربند له هوکړې پر کېدو او نه کېدو به په رفح ځمکني بریدونه پیل کړي. د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د هغه په حواله ویلي:« موږ به رفح ته ننوځو او هلته به د حماس کنډکونه له هوکړې پرته له منځه یوسو.»