• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

داعش د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د شیعه مذهبو پر جومات د برید پړه ومنله

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۰۳:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۱

داعش په خپل تلګرامي کانال کې د سه شنبې پر ورځ د هرات د ګذرې ولسوالۍ د محمدي ښارګوټي په جومات کې پر لمونځ کوونکو د برید پړه پر غاړه واخیسته. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوشنبې شپه پر دغه جومات په شوي برید کې د یوې مېرمنې او ماشوم په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، «یو وسله‌وال کس په کلاشینکوف پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.»
عیني شاهدانو ویلي، چې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر خلک ټپیان شوي دي.
د ګذرې په ولسوالۍ کې محمدي ښارکوټی د هزاره ټبره د اوسېدو سیمه ده، هغه قومي او مذهبي ډله چې ډېر ځله داعش ډلې له‌خوا تر برید لاندې راغلې.
یوناما د دغه برید غندنه کړې او د بېړنیو څېړنو غوښتنه یې کړې.
یوناما له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د شیعه مذهبو د خوندیتابه لپاره دې بېړني ګامونه واخلي.
د ازادۍ جبهې دغه برید د «نسل‌ وژنې او بشري جنایت بېلګه» بللې او ویلي یې دي، چې دغه ډول کړنې د افغانستان د مېشتو قومونو او مذهبونو تر منځ د مخالفتونو لپاره ترسره کېږي.
د افغانستان لپاره د ژغورنې د ملي مقاومت شورا او د ملي مقاومت جبهې دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې دغه بریدونه د طالبانو د ملاتړو له‌خوا ترسره کېږي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۴

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۵

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې