د ډیموکراټانو لسګونو استازو له جوبایډن څخه وغوښتل چې پر رفح د اسراییل د برید مخه ونیسي

په یوه لیک کې د امریکا د استازو جرګې ۵۷ دیموکراټو غړو له جوبایډن څخه غوښتي چې پر تل ابیب فشار راوړي چې پر رفح د اسراییل د برید مخه ونیسي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې واشنګټن به پر رفح د اسراییل د احتمالي برید ملاتړ ونه کړي.