• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د دفاع وزیر د چین سفیر سره په لیدنه کې د دوی د پروژو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت له خوا پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل دفتر کې لیدلي او د چین سفیر ته یې د دغه هیواد د سرمایه ګذارۍ او اقتصادي پروژو د امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ ورکړي.

د دغه اعلامیې له مخې، د طالبانو د دفاع وزیر د چین او طالبانو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي همکارۍ یو مثبت ګام ياد کړی دی.

دغه طالب وزیر ویلي، چې د چین له خوا په افغانستان کې د سرمايه ګذارۍ او اقتصادي پروژو ملاتړ کوي.

د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، د چین سفیر "په افغانستان کې سرتاسري امنیت” داقتصادي او سوداګریزو پروژو له پاره یو مهم فرصت په توګه یاد کړی او ویلي یې دي: "چین د نه مداخلې له سیاستونو سره خپلو تاريخي همکاریو ته دوام ورکوي او په تجارتي، اقتصادي مسایلو او نورو ورته برخو کې همکاري کوي.”

د طالبانو د دفاع وزارت وايي،‌ چې محمد یعقوب"مجاهد" او جاوشینګ د سرحدي ستونزو او واخان پروژې په اړه هم خبرې کړي، خو د دغو خبرو جزییات یې نه دي ورکړي.

له افغانستانه د امریکايي‌ ځواکونو تر وتلو او د جمهوریت له نسکوریدو وروسته،دغه هیواد ته د چین لیوالتیا ډیره شوې او د کانونو په بیلابیلو پروژو کې یې پانګونه کړې ده.

سره له دې چې په چینایي کارکوونکو څو ځلې د داعش ډلې له خوا بریدونه شوي دي، خو طالبانو دغه هیواد ته ډاډ ورکړی، چې د کارکوونکو امنیت به یې نیسي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

فضلي: ځینې ډلې د طالبانو افراطیت او سیاسي استبداد د عادي وضعیت په توګه تعریفوي

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۱

د پخواني حکومت د چارو د ادارې مشر وايي، ځینې رسنۍ او بهرمیشتي د طالبانو افراطیت او سیاسي اسبتداد د عادي وضعیت په توګه تعریفوي. په ورته مهال فضل محمود فضلي د طالبانو په مقابل کې د ځینې خپلواکو افغانانو هڅې اغېزناکز بولي.

نوموړی نن په اېکس ټولنیزه شبکه زیاتوي: “د تاسف ځای دی چې ځیني رسنۍ او بهر میشتي په اصطلاح تکنوکراتان له طالبانو د یوې منظمې ادارې په توګه توقعات مطرح کوي تر څو د افغانستان وضعیت عادي وښيي او د طالبانو افراطیت او سیاسي اسبتداد د عادي او نورمال وضعیت په توګه تعریف کړي. “

ښاغلی فضلي وايي، چې ډیر شمیر مستقل هېوادپاله افغانان د ښځو او نارینه وو په ګډون د روان وضعیت په خلاف مبارزه کوي او د طالبانو اصلي څېره ولس او نړۍ ته ښکاره کړي.

هغه ټینګار کوي، چې د دغه رضاکاره مبارزو افغانانو هلې ځلې دومره اغیزمنې دي چې د طالبانو سیمه ییز او نړیوال ملاتړي نشي کولای د دوی دغه ‘وحشتناکه’ څېره پټه کړي.

ښاغلی فضلي، د جمهوریت پرمهال ولسمشر اشرف غني ته یو له ډیرو نږدې کسانو و او د منتقدینو له خوا د جمهوریت د پرځیدو یو له عاملینو بلل کیږي، چې پخواني ولسمشر ته یې په ناسمو مشورو ورکولو تورنوي.

له ځینو اروپايي هېوادونو یو شمیر افغانان "د افغان نجونو د زدکړو د ملي کمپاین" په نوم په یوه دوولس کسیزه ډله کې کابل ته تللي او یو شمیر طالب چارواکو سره یې د نجونو پر زدکړو خبرې کړې دي.

په دغه پلاوي کې میرمنې هم ګډون لري.

ویل کیږي، چې دغه پلاوي د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیالانو او ځیني طالب وزیرانو سره لیدي لیدلي‌ دي.

طالبانو د واک له ترلاسه کولو څه موده وروسته له شپږم ټولکي وروسته د نجونو پر تعلیم او د میرمنو په کار بندیز لګولی دی، او سره له دې چې افغانانو او نړیوالو په وار وار له دوی غوښتنه کړې، چې دغه بندیزونه دې لرې کړي، خو طالبانو دغه غوښتنې ته پام نه دی کړی.

اتحاد هوايي شرکت د افغانستان له کام ایر سره خپل شراکت اعلان کړ

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۸ GMT+۱

د اتحاد هوايي شرکت د افغانستان له کام ایر هوايي شرکت سره همکاري اعلان کړه. د اتحاد هوايي شرکت د اعلان له مخې، د دې شرکت پېرودونکي کولای شي له ټولې نړۍ څخه کابل او له هغه ځایه د ابوظبي په هوايي ډګر کې له کام ایر سره د افغانستان نورو ښارونو ته الوتنه وکړي.

اتحاد شرکت د جمعې په ورځ (د غويي۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کام ایر، په یونان کې اسکای اکسپریس، په استرالیا کې رکس ایرلاین، په جنوبي کوریا کې ججو ایر او د میانمار له ایرویز انټرنشنل هوايي شرکت سره یې هوکړه کړې ده.

د اتحاد هوايي شرکت یو مشر اریک ډې ویلي، د هوايي شرکتونو ترمنځ دغه پنځه تړونونه به د ټولو هوايي شرکتونو د مېلمنو لپاره سفر اسانه کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ خپلې شبکې پراخولو ته دوام ورکوو ترڅو په ټوله شبکه کې بې سیمه اتصال فعال کړو او خپلو مېلمونو ته د سفر پراخه انتخابونه وړاندې کړو."

د اتحاد هوايي شرکت وايي چې دا په ټوله نړۍ کې ۱۲۳ هوايي شرکتونو سره شراکتونه لري.

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۲ کسان مړه او ۱۳ ټپیان شول

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۱

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، چې د جلال اباد ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند غازی امان الله خان ښارګوټي کې د مرسیډیس د چپه کیدو له امله دوه ماشومان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان ټپي شول.

عبدالبصير زابلی وایي، د پېښې ټپيان د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي او مړي يي خپلو کورنيو ته سپارلي دي.

ښاغلی زابلی زیاتوي چې دا پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله شوې ده.

د موټروانانو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د نږدې ورځنیو ترافیکي پېښو اصلي لامل دی.

پرون هم د سمنګان - بلخ پر لویه لار په چیچل کې د ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۱ نور ټپیان شوي وو.

د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې معترضان: د طالبانو غړي د خلکو خصوصي حریم تر پښو لاندې کوي

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د بدخشان د درایم ولسوالۍ اعتراض کوونکي وايي، طالبان د دې ولسوالۍ خلک کوڅه په کوڅه او کور په کور ځوروي. د لاریونوالو له ډلې یوه یې نن مظاهرې ته په ونیا کې وویل، چې حتا د ښځو حرمت تر پښو لاندې شوی او طالبان د خلکو "عزت، دین او محرمیت" تر پښو لاندې کوي.

دغه لاريون کوونکي طالبان تورنوي، چې د خلکو د کورونو ديوالونه يې نړولي او پر خلکو ظلم کوي.

د جمعې په ورځ د غويي په ۱۴مه د بدخشان د درایم ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو پر ضد پراخ لاریون وکړ.

په هغو ویډیوګانو کې چې د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، لیدل کېږي چې مظاهره چیان پر کورونو د طالبانو د غړو د ننوتو او د خلکو په وژلو نیوکه کوي.

طالبان: د ایران له لارې ترکیې ته دویم اورګاډی هم د حرکت په تکل کې دی

۱۴ غویی ۱۴۰۳ - ۳ می ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د پټلۍ ادارې مشر بخت الرحمان شرافت وايي، د ایران له لارې ترکیې ته دویم اورګاډي هم نن له هرات «د حرکت تکل پیل کړ.» طالبانو نږدې دوه اونۍ وړاندې ترکیې ته د اولني اورګاډي د تلو خبره کړې وه، خو رسنۍ وايي، دا اورګاډی د قانوني خنډونو له امله لا هم له ایران تېر شوی نه دی.

خو بخت الرحمان شرافت نن په خپل اېکس کې د دویم اورګاډي د ویډو خپرولو سره وایي: «دوهم قطار هم هرات څخه د ایران له لاري ترکیې ته تکل پیل کړ.»

نوموړی وايي د اورګاډي لېږلو سره یواځې انتقالان ته بلکې ولسونه سره نږدې کېږي او زیاتوی: «د افغانستان او ایران د فولادي کرښو دوستانه پیوستون نه ماتېدونکی او نه پرې کېدونکی دی.»

نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د طالبانو پټلۍ ادارې د ایران له لارې ترکیې ته د لومړني اورګاډي د تلو خبره وکړه چې ۱۱ سوه ټنه تالک یا شوکاڼی پکې بار دی.

خو تسنیم خبري اژانس نن د دویم اورګاډي د تلو په هکله د بخت الرحمان شرافت پر څرګندونو نشرولو سربېره وايي چې لومړنی اورګاډی لا هم په ایران کې ولاړ دی.

گفتنی است که این محموله به دلیل طی نشدن روال قانونی و عدم اخذ مجوز از سوی کنسرسیوم توسعه ریلی افغانستان متوقف شده است.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، د ایران پټلۍ د لومړني اورګاډي لېږلو ته تیاری ښودلی، خو لا هم دغه اورګاډي د ټرانزېټ لپاره اجازه نه ده ترلاسه کړې.