عمران خان: خپلو مخالفانو سره په دې شرط خبرې کوم، چې زموږ غلا شوې رایې بېرته راکړل شي

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر له اډیاله زندانه په خپاره شوي پیغام کې ویلي، له "خپلو مخالفانو" سره خبرو اترو ته هغه مهال چمتو دی چې په ټاکنو کې غلا شوې رایې بېرته ورستنې کړي او د دوی د ګوند بې‌ګناه بندیان راخوشې شي.