رفح ته د اسراییل د ټانکونو د ورتګ راپورونه

یوه فلسطیني امنیتي او یوه مصري چارواکي اسوشیېتېد پرېس ته وویل، اسراییلي ټانکونه د غزې سوېل رفح ښار ته ننوني او د پولې تر ۲۰۰مترۍ پورې مخته راغلي.