تېره شپه په شمالي وزیرستان کې یو ښوونځی د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا په بمونو والوځول شو

په شمالي وزیرستان کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دغه د نجونو ښوونځی یواځینی خصوصي ښوونځی و چې د شیوې په سیمه کې جوړ شوی و. د دغه ښوونځي ساتونکی وایي، چې وسلهوالو هغه هم له ځانه سره بېولی و او تر وهلو ډبولو وروسته یې بېرته خوشې کړی دی.