د پاکستان پوځ: که پي‌ټي‌ای په مظاهرو کې د ویجاړیو په اړه بخښنه وغواړي، خبرې ورسره کېدای شي

د پاکستان پوځ ویاند دغه څرګندونې د مې د ۹مې نېټې په درشل کې پرون کړې وې، چې نن یې ټیک یو کال پوره شو. د تېر کال د مې په ۹مه د تحریک انصاف د مشر او د پخواني وزیر عمران خان د نیول کېدو پر ضد د شویو مظاهرو پر مهال د ځینو دولتي ودانیو تر څنګ یو شمېر پوځي ودانۍ هم زیانمنې شوې وې.