مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځي مشران د دغه هېواد د جوړولو پرځای د هغه پر ماتولو کار کوي

د پاکستان د جمیعت العمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پرون ناوخته د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د خپل ګوند غړو ته ویلي، چې د دوی د صبر کاسه ډکه شوې او نور د پاکستاني پوځ د زغملو وس نه لري.