نوین الحق په روان ایپياېل سیالیو کې خپلې لوبډلې ته تر ټولو ډېر وېکټ اخیستونکی لوبغاړی شو

د ۲۰۲۴کال د هند د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو کې افغان تېز توپ اچوونکي نوین الحق د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې وېکټې اخیستې دي. هغه چې د لکنهو لوبډلې لپاره لوبېږي، د ایپياېل په روانو سیالیو کې یې په خپلو لسو لوبو کې ۱۴ وېکټې اخیستې دي.