د ښځو د تعلیم مخنیوی او د دغه «حق» لپاره د غږونو پورته کول دومره ډېر وشاربل شول، چې ښايي ځینې خلک یې له ډېرې ناهیلۍ نور نه یادوي او ځينې وګړي یې هم له ضد او عقدې څخه.

مګر لاهم د افغانستان خلک نه پوهېږي، چې د وطن معصومې نجونې ولې له خپل دغه انساني او خورا طبیعي حق څخه محرومې دي. نړۍ ته هم دا یوه عجیبه معما ده.

د اوس‌واکمنې ډلې په لومړۍ دوره کې د ښځو پر زدکړو، کار او ټولنیز فعالیت بندیز د دوی ترمنځ دود د منځنیو پېړیو له ایډیو لوژیک او عقیدوي بستر څخه راپاڅېدلی امر ګڼل کېده، چې هغه مهال یې د «ولې؟» دومره زیاتې پوښتنې راولاړې کړې نه وې. هغه مهال چې د افغانستان خلک تنظیمي جګړو ځپلي وو او وطن په یوه شاړه کنډواله بدل شوی و، د خلکو او نړیوالو لویه اندېښنه و هڅه دا وه، چې په افغانستان کې یو ابتدايي ژوند ته څنګه بېرته راوګرځي او دلته پاتې خلک څنګه ژوندي پاتې شي؟

هغه مهال هم طالبان له لوستیو ښځو وېرېدل او هم د دوی سناریستانو (پاکیستان او نورو) له دې ډاره د نجونو د پوهنې مخه نیوله، چې په افغانانو کې تر خپل مدیریت لاندې د روان (جهاد) روایت کمزوری نه شي. پاکیستان تر هرڅه زیات په افغانانو کې د ملي تفکر، هوښیارۍ، مدني کېدو او پرمختګ څخه ویره لرله او لري یې، ځکه پوهیږي، چې د روښانه او لوستیو مېرمنو پر بچیانو خپل ایډيولوژیک او مدرسه‌يي اغېز و نفوذ بایلي.

خو دا ځل هرڅه بدل دي. افغانستان یوه شل کلنه مدني دوره تجربه کړې ده، چې په کې د ښځو حقونو ته حتی تر طبیعي بریده زیات تبلیغات وشول.د طالبانو د تحریک څه شمېر غړي چې د امریکايي پوځي حضور پر مهال په افغانستان کې پاتې وو، هم په دې اړه په صراحت غږېدل، چې ښځې په اسلام کې خپل حقونه لري. د دوی وطنمېشتو قلمي و لوستیو پاتې شونیو په دې اړه کتابونه ولیکل. په ۱۳۸۰ کلونو کې «ښځه په اسلام کې» داسې سرلیک و، چې ښايي زرګونه مقالې، ویناوې او سلګونه رسالې وکتابونه به پرې لیکل شوي وي، او د دې ګڼ شمېر یې هماغه پاتې شونیو لیکلي وو، چې د واکمنۍ پر لومړي ځل یې د نجونو او ښځو محرومیت د سیاست یوه برخه وه.

دغو لیکنو او کتابونو دا څرګندوله، چې په اسلام کې پر ښځو د تعلیم، کار او ټولنیز فعالیت بندیز نشته. په تېرو شلو کلونو کې هرڅه توپیر وموند، نړۍ په دې وپوهېده، چې افغانان له نورو انسانانو سره توپیر نه لري او که شرایط ورته مساعد شي، ښځې و نر تعلیم کوي، استعداد لري او کړلای شي په ښو کادرونو بدل شي. نړې ورو ورو د افغانانو له دغه پېژاند سره بلده شوه. ټول پوه شول، چې پرښځو د بندیزونو مسئله نه په اسلام کې ریښه لري او نه په افغاني دود دستور کې، ځکه خلکو لیدل، چې هرځای فیزیکي و رواني امنیت وي، هلته نجونې ښوونځي ته ځي. په کندهار کې، په خوست و بدخشان و سر پل و نیمروز و بامیان کې، هرځای و هرڅوک غواړي لوڼې و خویندې یې زدکړه وکړي.

د دوحې د مبهمو، مرموزو او له توطئې ډکو خبرو اترو پرمهال هم چې د طالبانو د وسله والې ډلې د بدلون نغارې ډنګېدې او خلیلزاد او نورو پلویانو یې په وازکومي چیغې وهلې، چې دا طالبان نور هغه د ۱۳۷۰ یمو کلونو طالبان نه دي او هرڅه به سم وي، تر یوه بریده نړیوالو او عامو افغانانو ته د ویرې و تمې ترمنځ هیلې وې، چې که دغه ډله واک ته راوستل شي، ښايي د دوی لوڼې به له ښوونځي و پوهنځي راونه ګرځوي. دوحه کې د پټو پرېکړو او مبهمو ضمایمو پر بنسټ واک وروسپارل شو، خو چې دوی لا هم د نجونو د تعلیم مخالفت ته بیا لاس ورواچاوه او دا یې د خپل حکومت اصلي هدف اعلان کړ، دا ځل نو د افغانستان خلک او نړیوال پوه شول، چې د دې مخالفت شاته نورې کیسې دي او دا یوازې د اسلام یا د دوی په ژبه د افغان دود دستور مخالفت نه دی.

د مصنوعي هوش پر مټ جوړ شوی انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو متنقدینو خپور کړی

درې ډوله شننې کېدې:

۱ـ طالبان له لوستیو ښځو او د دوی په لمنو کې له روښانه روزل شويو افغانانو څخه ډاریږي او پوهیږي، چې روښانفکر او په ملي روحیه سنبال افغانان به د دوی تیاره واکمني ونه زغمي.

۲- دوی ځکه نجونې تعلیم ته نه پرېږدي، چې د دوی د لیکو ترمنځ نارضایتي پېښه نه شي، ځکه دوی خپل صفوف پر هماغه د منځنیو پېړیو روسته پاتې روایتونو راټول ساتلي، چې په پاکیستاني مدرسو کې ورښوول شوي او هلته ورته ویل شوي، چې اسلامي حکومت جوړول او اسلامي شریعت پلي کول یعنې د ښځو په کور کېنول او له هرڅه یې محرومول. نو که اوس دوی نجونې زدکړو ته پرېږدي، بیا به یې د منځنۍ او ټيټې کچې وسلوال ورڅخه مخ واړوي.

۳- درېیم روایت ډېر سیاسي او ټکان ورکوونکی دی. دا ګومان ورځ په ورځ په یوه باور اوړي، چې طالبانو د افغانستان د نجونو تعلیماو د ښځینه‌وو کار و ټولنیز فعالیت په سیاسي توګه یرغمل کړی دی او د دې اجازې په بدل کې له نړۍ څخه امتیازات غواړي. دوی غواړي له دې مسئلې څخه د وسیلې په توګه کار واخلي او پر نړیوالو فشار راوړي، چې دوی په رسمیت وپېژني، په ملګرو ملتونو کې څوکۍ وروسپاري، له تورو لیستونو او بندیزونو څخه یې وباسي او حتی د دې لپاره مادي باج ورکړي.

دا درېیمه برخه ګومانونه ولې رامنځ ته شول؟

دا روایت ډېر جدي دی، چې ګواکې د طالبانو ۹۹ سلمه غړي د نجونو د تعلیم پلویان دي او دا یې وار وار په خپلو مرکو او رسمي تربیونونو څخه هم ویلي دي. پوښتنه دا ده، چې دا یو سلمه (۱٪) زورور طالبان ولې بل ډول فکر کوي؟

که اسلام و دود دستور پلمه وي، خو باید پر دې د ټولو باور یو ډول وای. ولې هغه ۹۹ سلمه بل ډول فقهي باور لري او دا یو فیصد بل ډول فقهي و دودیز باور پالي؟

له اروپا څخه تللیو د دوی پلوي افغانانو، چې پر همدې مسئله ورسره خبرې کولې، هم په خپلو رسمي څرګندونو کې وویل، چې ۹۹ سلمه طالبان د نجونو تعلیم غواړي، خو یوه سلمه یې نه غواړي او هغې یوې سلمې ته څوک موږ نه ورپرېږدي.

له دې ښکاري، چې د عقیدې و دود خبره نه ده، بلکې کیسه سیاسي ده او هغه څه چې مرموز (۱٪) واکمو ته څرګند دي، لاندې ۹۹ ٪ پرې خبر نه دي.ښکاري دا چې هغه (۱٪) د واک له اصلي سرچینې سره اړیکه لري او دا نور نه پوهیږي، چې څه روان دي؟

بل دا چې له دوی څخه رسماً دا هم واورېدل شول: کله چې نړۍ دوی په رسمیت نه پېژني او امتیازات نه ورکوي، دوی ولې د نړۍ خبره ومني او نجونې ښوونځيو ته پرېږدي؟ دا خبره له عجیبو غبرګونونو سره مخ شوه، اعتراض وشو چې له نړیوالو د امتیاز و رسمیت غوښتنې لپاره مو خپلې لوڼې ولې محرومې کړي دي؟ دې خبرې بیا وارخطا کړل اوبیا یې دغه کیسه تکرار نه کړه، خو باور دا دی، چې په رسمي ناستو کې له هربهرني سره دا خبره کوي او د نجونو د تعلیم د اجازې په بدل کې امتیازات غواړي. نړیوالو هیئتونو هم دا خبره پټه کړې نه ده.

په دې توګه ګورو، چې د نجونو له زدکړو مخنیوی تر یو بریده عقده او ویره ده، چې دوی یې له ویښو او هوښیارو افغان نسلونو څخه لري. هغسې چې پخوا ګڼل کېده، چې د دغه بندیز مخنیوی د عقیدې پربنسټ کیږي دا روایت اوس منتفی دی، ځکه نه یې دوی مني او نه هم خلک ورسره موافق دي. اصلي لامل اوس راڅرګندیږي، چې هغه سیاسي دی او دغه حق د سیاسي امتیازاتو لپاره یرغمل شوی دی.

د خلکو له نظره، نور نو «امرثاني» یو مطلق درواغ دی او «شرعي چاپېریال»، «اسلامي طرزالعمل»، «بېل ټولګي» او «اسلامي نصاب» ، «حجاب» او... نورې ټولې هغه افسانې دي، چې که دوی ته امتیازات ورنه کړل شي، ښايي د دوی د واکمنۍ تر پای یا بدلون راتللو پورې هم رامنځته نه شي.

له دې ټولو پایله اخیستل کیږي، چې نه دوی، نه نړیوال او نه نور څوک د افغان ولس د لوڼو له غمه مړه دي، دوی دا حق یرغمل کړی او د دې سیاسي لوبې قربانیان د افغانستان خلک په تېره بیا معصومې نجونې دي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې سلګونه زره د تل لپاره له زدکړو محرومې شوې، ځکه دا ثابته ده، چې که په راتلونکې کې ښوونځی و پوهنځي پیل هم شي، دغه درې نسلونه د عمر د زیاتېدو، په شخصي احوال کې د بدلون او د ناهیلۍ و محرومیت د ګرومونو اوربړو له کبله به د زدکړو دوام ته زړه ښه نه کړي.

حللاره یې هم یوازې له خلکو سره ده. خلک باید پر دغه حقیقت پوه شي، چې د دوی د بچیانو له برخلیک سره سیاسي لوبې کیږي او ترهغو چې ولس د خپل دغه بنسټي حق د ترلاسه کولو لپاره یو موټی نه شي، هيڅوک به یې مرستې ته لاس رااوږد نه کړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو