د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر پر افغانانو غږ کړی چې دفاع ته چمتو شي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي له خلکو غوښتنه کړې، چې د یوې بشپړې دفاع لپاره ځانونه چمتو کړي او د طالبانو ترڅنګ ودریږي. فراهي د پاکستان له نوم یادولو پرته ویلي، چې دغه هېواد هم خپل ملت یرغمل نیولی او هم په سیمه کې شومې موخې لټوي.