اروپایي او عرب هېوادونو په رفح ښار د اسراییل وروستی خونړی برید وغانده

په رفح ښار کې د بې ځایه شویو کسانو په یوه پنډغالي د اسراییلي ځواکونو وروستي برید نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي. د حماس د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د تېرې یکشنبې د ورځې په برید کې ۴۵ کسان وژل شوي او ۲۴۹ نور ټپيان دي.