د امریکا په څلورو ایالتونو کې توپان لږ تر لږه ۲۱ کسه مړه کړي دي

امریکایي چارواکو ویلي، تېره ورځ د دغه هېواد په څلورو ایالتونو کې توپان او بړبوکۍ لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه کړي دي. د راپورونو له مخې، دغه توپان په ارکانزاس، تګزاس، کنتاکي او اکلاهما ایالتونو کې سلګونه کورونه ویجاړ کړي دي.