په هند او بنګله دېش کې توپان ۲۱ کسان مړه کړي دي

په هند او بنګله دېش کې زورور توپان لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه کړي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي. د بنګله دېش د طبیعي پېښو د چارو وزیر محب الرحمن ویلي، په دغه هېواد کې د توپان له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.