اسراییل: د غزې جګړې به لږ تر لږه اووه میاشتې دوام وکړي

د اسراییل د ملي امنیت سلاکار اعلان وکړ، چې د غزې جګړې به لږ تر لږه اووه میاشتې نور هم دوام وکړي. تساخي هانګبي وایي، چې د مصر په پوله د حایل د سیمې د درې پر څلورمې برخې کنټرول د اسراییل د پوځ په لاس کې ده؛ څو د حماس د تسلیحاتو د قاچاق مخه ونیسي.