• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خلکو له نیوکو یو کال وروسته د هلمند سنګین کې د تریاکو لوی بازار وتړل شو

۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۹ می ۲۰۲۴، ۱۸:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۱

له هلمند څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچينو ويلي، چې طالبانو د خلکو له نيوکو يو کال وروسته په سنګين ولسوالۍ کې د تارياکو تر ټولو لوی بازار «شرافت بازار» وتاړه.

سرچينې وایي، چې ځایي طالبانو د خپل مشر د فرمان د عملي کولو لپاره خلکو ته بيا - بیا خبردارۍ ورکړی، چې له دې کاره لاس واخلي.

د هلمند له سنګین ولسوالۍ څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو هغه ويډيوګانې ليږلي، چې ځايي طالبان د تارياکو دغه لوی بازار تړي.

په ويډيو کې ليدل کيږي، چې طالبان د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د فرمان پر عملي کولو ټينګار کوي او خلکو ته خبرداری ورکوي، چې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق، پلور او استعمال څخه ډډه وکړي.

د دې سره هم مهاله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په يوه بله رسېدلې ويډيو کې معلوميږي، چې طالبان په يوه نظامي موټر کې د مارجې ولسوالۍ په اونيز بازار کې خلکو ته د کوکنارو د پلور او د کښت نه کرولو اعلانونه کوي.

ځايي سرچينو ويلي، چې طالبان د خلکو له نيوکو او د خپل مشر د فرمان څخه شاوخوا یو کال وروسته د تاریاکو د پلور په برخه کې بنديزونه زياتوي.

طالبانو په خپلو اعلاميو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د سختي مبارزې خبره کوي؛ خو د هلمند د همدې بازار اوسېدونکي وايي، چي د بازار تر تړل کېدو وړاندي يې تاریاک په خپلو کورنو او نورو ځايونو کې خوندي کړي دي.

هلمند د افغانستان يو له هغو ولایتونو څخه دی، چې کروندګرو یې ۴ فصله تاریاک ټولوي.

پر طالبانو نیوکې دا دي، چې دغه ډله په ځینې جنوبي ولایتونو کې د کوکنار کښت اړولو کې توپیري چلند کوي.

له هلمند څخه راپورونه وايي، چې سیمه ییزو طالبانو په کورونو کې کوکنار کرلي دي، چې ځايي طالب چارواکي یې په تخریبولو کې ناکام دي.

د بدخشان ارګو او درایم هغه ولسوالۍ دي، چې په وروستیو کې ورځو کې د خلکو او ځايي طالبانو ترمنځ د کوکنارو اړولو د جنجال له امله د خبرونو سرټکي شول.

ځايي خلک چې د کوکنارو اړولو مخالف وو ويلي، طالبان د کوکنارو د کښت اړولو پرمهال د دوی شخصي حریم تر پښو لاندې کړی دی؛ خو طالبان دا تور رد کړی.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي