• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متیو مېلر: اسراییل باید په رفح کې د ولسي وګړو د تلفاتو کمولو لپاره لاس په کار شي

۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۹ می ۲۰۲۴، ۰۳:۵۵ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په رفح کې د ولسي وګړو پر تلفاتو ژوره اندېښنه څرګنده کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د سه شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۸مه) وویل، اسراییل باید د فلسطیني ولسي وګړو د تلفاتو د کمېدو لپاره لازم ګامونه واخلي.

مېلر وویل:« اسراییل دنده لري، چې په رفح کې د عملیاتو پر مهال هر هغه څه چې ممکن وي د ولسي وګړو د تلفاتو د کموالي لپاره دې ترسره کړي.»
هغه ورته مهال د حماس د اورپکو په اړه وویل:« حماس باید په غزه کې د ولسي وګړو ترشا له پټېدو ډډه وکړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، واشنګټن له نږدې د اسراییل عملیات څاري؛ خو « په رفح کې د اسراییل پوځي عملیات لاتراوسه د مرکز او د غزې د شمال پرتله پراخ نه دي.»
د شنبې په ماښام پر یوه پنډغالي د اسراییل په برید کې چې له امله یې ۴۵ کسان ووژل شول، نړۍواله غوصه یې راوپاروله.
د اسراییل پوځ ویلي، چې ګومان کېږي د اسراییل له هوایي برید وروسته د مهماتو یا نورو اور اخیستونکو توکو دویمه چاودنه د فلسطینی بې ځایه شویو په پنډغالي کې د اور د خپریدو او د ملکیانو د وژل کېدو لامل شوې وي.
ورته مهال د الجزیرې خبري شبکې څو ساعته وړاندې راپور ورکړی، چې د رفح په لویدیځ المواصي سیمه کې پر فلسطیني بې څایه شویو د اسراییل په هوایي برید کې ۲۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د اسراییل پوځ په دغه برید کې هغه سیمه په نښه کړه چې وړاندې د بشري موخو او د فلسطینی کډوالو د اوسېدو لپاره په پام کې نیول شوې وه.
الجزیرې لیکلي، په وژل شویو کې ۱۳ ښځې هم شاملې دي.
د اسراییل پوځ دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې په المواصي کې د فلسطیني بې ځایه شویو سیمه یې نه ده په نښه کړې.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم د سه شنبې په ورځ د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې اسراییل به د خپلو عملیاتو د کړنلارې له امله نور هم څنډې ته شي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي