• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه د افغان زده کوونکو د خوړو د خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۹ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۹ می ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، اروپايي ټولنه د افغانستان د ښوونځیو د زده کوونکو د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره لس میلیونه اضافي یورو دې بنسټ ته ځانګړې کوي. دغه مرسته په اتو ولایتونو کې د څه باندې ۱۰ زره ښوونځیو زدکوونکو ته ځانګړې شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام نن ولیکل، چې د اروپايي ټولنې له اضافي مالي مرستې څخه به د فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتیکا، روزګان او زابل ولایتونو د ښوونځیو پر زدکوونکو بیسکټ یا محلي مغذي خواړه وویشل شي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې لوږه د زدکړو خنډ کېدلی شي.

د اروپايي اتحادیې مالي مرستې دا تضمینوي چې په افغانستان کې ډېر ماشومان مغذي خواړه تر لاسه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په څلورم او شپږم ټولګیو کې له ښځینه زدکوونکو سره به هم د نباتي غوړيو او نغدي مرستي وشي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر هسیایو وي لي وویل، دغه سازمان تېر کال په ښوونځیو کې له ۱.۵ماشومانو څخه ملاتړ کړی دی.

اروپايي ټولنې د روان هجري لمریز کال د وري میاشت کې، افغانستان کې د ماشومانو د ښوونې او روزنې د ملاتړ لپاره ۲۵میلیونه یورو مرسته اعلان کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې زرګونو زدکوونکې چې لومړنۍ دوره يې پای ته رسولې، له زدکړو بې برخې شوې دي.

د افغان اتباعو او نړیوالې ټولنې له ټینګار سره سره، طالبان لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز ته دوام ورکړی.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۵

د بشري حقونو بنسټونو له طالبانو د عبدالمتین حکیمي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې