امریکا، فرانسه او استرالیا په ملګرو ملتونو کې د رییسي د یاد غونډې په مراسمو کې ګډون نه کوي

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هېواد به یې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ابراهیم رییسي د یاد غوندې مراسمو کې ګډون ونه کړي. امریکايي چارواکو هم د واشنګټن له خوا د دې مراسمو د تحریم خبر ورکړی دی او فرانسه هم په دې مراسمو کې ګډون نه کوي.