د رییسي د چورلکې غورځېدو دویم راپور: د ورانکارۍ له امله رامنځته شوې چاودنه رد شوې

د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز چې د ایران د مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي د سپرلۍ چورلکې د غورځېدو په اړه د څېړنو مسوولیت په غاړه لري په تازه راپور کې ويلي، «د ورانکارۍ له امله د چاودنې رامنځته کېدل او د الوتنې پرمهال د غرونو له لوړو څوکو سره لګېدل» رد کړل.