ډېپلوماټ مجله: طالبان د افغانستان یوازینی واقعیت نه دی

ډیپلوماټ مجلې په یوې مقاله کې لیکلي، چې د افغانستان د یوازیني واقعیت په توګه د طالبانو معرفي کول «یو خطرناک روایت دی او نورو ناخوالو ته لمن وهلی شي.» تر دې مخکې ولادیمیر پوتین ویلي وو، چې افغانستان د طالبانو په کنټرول کې دی او روسیه باید د همدې واقعیت له مخې عمل وکړي.