په شمالي وزیرستان کې د نجونو یو بل ښوونځی د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا سوځول شوی دی

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته تایید کړه، چې د شمالي وزیرستان د ګړیوم شاخي مار سیمه کې د نجونو هغه ښوونځی سوځول شوی چې د ځايي خلکو په شخصي لګښت جوړ شوی و.