د خیبر پښتونخوا په بنو کې چاودنې اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جاني خېلو کې د امنیتي ځواکونو موټر ته څېرمه چاودنه شوې. په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي د دغې چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د دغې چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.