فاطمه پیمان اسرایل په نسل وژنه تورن کړ او د اسټرالیا د سنا له یوې کمېټې یې استعفا وکړه

استرالیايي رسنیو راپور ورکړی، چې افغان توکمه سناتورې فاطمه پیمان د اسټرالیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې وروسته له هغه له خپلې دندې استعفا وکړه، چې اسراییل یې غزه کې په "نسل وژنه" تورن کړ. اغلې پیمان د بهرنیو چارو له کمیټې استعفا کړې؛ خو لا هم د مشرانو جرګې غړې ده.